د محصلانو مالي تمويل او تشويق

الفلاح پوهنتون د بې وزله محصلينو ته په مياشتينيو فيسونو او داخلو کې د پام وړ تخفيفونه کړي دي. همدا راز، د ممتازو محصلينو د تشويق په موخه يې د ټولګي، پوهنځي او پوهنتون په کچه باالترتيب لومړی، دويم او درېيم مقام ګټونکو محصلينو ته د سکالرشپونو له لارې په مياشتينيو فيسونو کې د پام وړ تخفيفونه کړي دي. د بې وزله محصلينو لاس نيوی او د ممتازو محصلينو د تشويق په موخه، د پوهنتون له تأسيس څخه د ۱۳۹۸ لمريز کال تر پای پورې، الفلاح پوهنتون اووه میليونه افغانۍ له دې درکه مصرف کړي دي.

فيسونه

په الفلاح پوهنتون کې د يو سمسټر فيس او نور فيسونه، چې يو ځل اخستل کيږي، په لاندې ډول دي:

ګڼه پوهنځی د نوم ليکنې فيس د داخلې فيس د محصل پېژند کارت د سمسټر فيس
1 اقتصاد 500 3000 200 12000*
2 شرعيات 500 3000 200 13200
3 انجينري 500 3000 200 14400
4 ژورنالېزم 500 3000 200 10800
5 حقوق او سياسي علوم 500 3000 200 13200

* د محصلينو اقتصادي ستونزو ته په کتنو الفلاح پوهنتون د محصلينو څخه د يو سمسټر فيس په درې قسطونو کې ترلاسه کوي.

X